IQNA

  محمد بسیوني د العمید د قرآني سیالیو د قاضیانو په پلاوي کې شامل شو

14:45 - February 10, 2026
د خبر لمبر: 3492433
ایکنا - د عراق د « العمید جایزې » د قرآن کریم د سیالیو درېیم پړاؤ، چې د ایرانيو قاریانو د ځلېدو شاهد و، د قاضیانو په پلاوي کې،د مصري مخکښ قاري محمد بسیوني ګډون لا زیات اعتبار ورپه برخه کړ.

د ایکنا د راپور له مخې، د قرآن کریم د « العمید جایزې » درېیم نړیوال پړاو، چې تازه د کربلا په سپېڅلي ښار کې د عباسي مقدس آستان له لوري ترسره شو، د ایران د اسلامي جمهوریت د استازو قاریانو لپاره دوې مهمې بریاوې درلودې؛ محسن قاسمي وتوانېد چې د دې سیالیو لومړی مقام خپل کړي، او مهدی ابراهیمي، چې د قم ولایت د قنوات ولسوالۍ ځوان قاري او د ملي تلاوت د غوره شخصثیّتونو د ښوونځي غړی دی، دویم مقام ترلاسه کړ.

هغه څه چې د دغو سیالیو فني ارزښت او اعتبار ئې نور هم لوړ کړ او د ایرانيو استازو بریاوې ئې لا خوږې کړې، د قاضیانو په پلاوي کې د مصري مخکښ قاري محمد بسیوني شتون و. دغه شتون بې‌شکه د ډېری ګډونوالو لپاره د سیالۍ کچه لا سخته کړه.

https://iqna.ir/fa/news/4333074

captcha